د رڼا پوهنتون ۲۶ تنو محصلینو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له بیلابیلو ریاستونو څخه علمي لیدنه وکړه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مختلفو ریاستونو، کاري چاپیریال او د یاد وزارت له فعالیتونو او د وزارت کارکوونکو له کاري بوختیاوو څخه د رڼا پوهنتون یووېشت تنو د حقوقو او سیاسي علومو محصلینو علمي لیدنه وکړه، او همدارنګه په دې وزارت کې پنځو تنو نورو محصلینو ته د ستاژ د دورې زمینه هم برابره شوه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انسټیټیوټ رئیس شریفالله شرافت؛ چې د محصلینو ملتیا یې کوله، په خپلو خبرو کې د کار د اهمیت او ارزښت په اړه معلومات شریک کړل او هغوی یې په ټولنه کې له خپلو مسوولیتونو خبر کړل ترڅو په راتلونکې کې په اړوندو برخو کې ورته د کار زمینه برابره شي.
په پای کې راغلو محصلینو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همکارۍ څخه د خوښې څرګندولو تر څنګ مننه وکړه