د سمنګان ولایت په معادنو کې، بوختو کاریګرو ته د مناسبو سهولتونو په رابطه د همغږۍ ناسته وشوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار تفتیش او لارښوونې رئیس په مشرۍ یو پلاوي، چې د کار شرایطو او قواعدو د بهبود رئیس یې ملتیا کوله، سمنګان ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت او ځینو نورو مسؤلینو سره د لیدنو په ترڅ کې، په معادنو کې د بوختو کاریګرو لپاره د مناسب کاري چاپېریال او سهولتونو د برابرېدو په اړه خبرې او بحثونه وکړل.
په دې ناسته کې، په معادنو کې د کاریګرو لپاره د ایمني شرایطو د برابرولو، د دوی ژوند او حفظالصحې ته لازمه پاملرنه او حقوقو په اړه بحثونه ترسره او هیله څرګنده شوه، چې هر مسؤل دې په راتلونکي کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په منظور اړین تدابیر او اقدامات ونیسي.
یاد پلاوی به سمنګان ولایت کې، د معادنو په استخراج بوختو کارکوونکو د حالت ارزونې لپاره له درې صوف ولسوالۍ څخه هم لیدنه وکړي