د صنعتکارانو، سوداګرو او د باروړونکو اتحادیو د استازو ترمنځ د تفاهم ناسته وشوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۳:۲۵
اتحادیې


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ, د ریاست الورزاء عالي مقام د اقتصادي مرستیال مشاور مولوي عبدالولي رحمت، د ماليې وزارت مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د ترانسپورت او هوايي چلند مرستیال مولوي عبدالسلام حیدري په ګډون د صنعتکارانو، سوداګرو او د باروړونکو موټرو د اتحادیو د استازو ترمنځ  د باروړونکو وسايطو د نوبت د طرزالعمل د غوره تطبیق په موخه د تفاهم او همغږۍ ناسته تر سره شوه.
په پیل کې ټولو لوريو د باروړونکو وسايطو د نوبت د طرزالعمل په غوره تطبیق خپلې سپارښتنې، وړانديزونه، مشورې او شکایات شریک کړل.
ګډونوالو ته په خطاب کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري وویل: بهتره ده چې د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هدایت په اساس د درېیو لوریو د ګټو تضاد په ټولو پریکړو کې په جدي توګه په پام کې ونیول شي، پخواني او نوي ماډل باروړونکو وسايطو ترمنځ په فعالیت کې توازن رامنځته شي، د صنعتکار او د سوداګر دواړو ګټو د نظر د نیولو ترڅنګ عامه ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي. د کرايو له لوړوالي او انحصار مخنیوی وشي، تجارتي اموال په خپل وخت د هېواد له ټولو بندرونو په ټاکلي وخت, هدف ته ورسول شي، د سوداګر او موټر چلوونکي ترمنځ د کمېشن‌کارانو مخه ډب شي او په پای کې هر لوی تجارتي شرکت باروړونکي موټر يوازې د خپل مربوطه شرکت اموال انتقال کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د راتلونکې ناستې لپاره ټول لوري خپل وړانديزونه، سپارښتنې، شکایتونه او مشورې په کتبي او تفصیلي ډول ترتیب کړي، ترڅو د نهايي حل‌لارې لپاره زمينه برابره شي.
هېره دی نه وي چې د صنعتکارانو، سوداګرو او د باروړونکو اتحادیو ترمنځ د کلنو کشالې د حل په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزیر په مشرۍ  او د نورو اړوندو امارتي ادارو او اتحادیو په غړیتوب د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په هدایت کمیسیون ټاکل شوی دی.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۳
Background image

لغمان کې ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو (هر ماشوم ته ۱۰۲۹۴)؛ مجموعاً د ۱۴۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش. . .

بیرته خبرونو ته