د طرحو او پروګرامو اړوند اداري ناسته

publish
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۰:۵۷
7-

د ۱۴۰۰ لمریز کال اړوند د نویو طرحو او پروګرام لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بیلابیلو برخو رئیسانو او مسؤلینو سره لومړنۍ اداري ناسته وشوه.

لومړی؛ د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د وزارت په کاري موخو او پروګرامونو خبرې وکړي، د وزارت له مرستیالانو او رئیسانو څخه یې وغوښتل تر څو د کارونو د ښې همغږۍ او چټکتیا په موخه د ۱۴۰۰م کال اړوند کاري طرحې او پروګرامونه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

همدا راز د کاري چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني، د مالي او اداري چارو مرستیال مسعود اوریاخیل په خپل وار خپلې کاري طرحې او پروګرامونه د وزارت له مشرتابه سره شریکي او د هرې برخې رئیسانو د موضوعاتو د تشریح تر څنګ خپل نظریات هم سره شریک او پر ګډه همغږۍ یې ټینګار وکړ.

په پای کې یوشمیر رئیسانو او د بیلابیلو برخو مسوولېنو د ځینو پروګرامونه او پلانونو د نه پلې کیدو پر وړاندې شته خنډونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر هم د هوارۍ په موخه یې اړونده مسؤلینو ته اړینې لارښونې وکړې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته