د مالي او اداري چارو معینیت اړوند ریاستونو، خپل کاري راپورونه او وړاندیزونه د وزارت له نوې رهبرۍ سره شریک کړل.

publish
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۲۴
۹

دغه ناسته چې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست بشیر احمد ته ینج په مشرۍ جوړه شوې، په کې د مالي او اداري چارو مرستیال مسعود الله اوریاخیل وویل، چې د یاد معینیت تر چتر لاندې شپږ ریاستونه په ښه همغږۍ کار کوي؛ نوموړي د راپور ورکولو ناسته کې د رئيسانو څخه و غوښتل، څو وخت ته په کتو خپل راپورونه په لنډ ډول وړاندې کړي.

وروسته د معلوماتي تکنالوژۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو، بشري سرچینو، مالي او حسابي، تدراکاتو، مالي او اداري ریاستونو مشرانو د ریاستونو کړنې، لاسته راوړنې، ستونزې او د ستونزو د حل په موخه وړاندیزونه د وزارت له رهبرۍ سره شریک او د رهبرۍ د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې و کړه.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست بشیر احمد ته ینج د ریاستونو راپورونو له اوریدو وروسته، مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې، ښاغلي ته ینج له ټولو رئیسانو وغوښتل؛ څو کارمنددانو ته د کاري انګیزې په ور کولو سره په داخل د وزارت کې په ښه همغږۍ کار او همدارنګه د مراجعینو کارونه په ښه توګه اجرا کړي.  

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته