د ننګرهار ولایت دارالایتامونو کې څلورنیم میاشتنۍ آزموینې پیل شوې
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا د دې ولایت دارالایتامونو کې، دپوهنې وزارت دپالیسۍ مطابق څلور نیم میاشتنۍ آزموینې پیل شوې.
د آزموینو د پیل په مناسبت ناسته چې د امام بخاري دارالایتام کې جوړه شوې وه، او په کې د ځینو ادارو استازو شتون درلود، د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني خپله وینا کې د استادانو د هڅو او کوښښونو څخه په مننې سره؛ له زدهکوونکو و غوښتل چې له وخت څخه په سالمې استفادې سره دې خپلو آزموینو ته لازم چمتوالی ونیسي.
د هېواد په ګرمسېرو سیمو کې د زدهکوونکو څلورنیم میاشتنۍ آزموینې د جدي میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل کیږي، چې په همدې اساس به د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړونده دارالایتامونو آزموینې، چې اوسمهال په کې زیات شمېر زدهکوونکي په درسونو بوخت دي، هم واخیستل شي.