د پروسو د سمون او ښه والي لپاره ناسته وشوه.
دغه ناسته چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د مالي او اداري چارو مرستیال مسعود الله اوریاخیل، د وړکتونونو عمومي رائیسې میرمن حوریه سردارزاده، د وزارت مقام دفتر سرپرست عبدالوکیل سادات، د کار تفتیش رئیس بشیر احمد راسخ، د وزارت مقام سلاکار بهروز شریفي، د کارکونکو سره د اړیکو امر خلیل احمد یوسفي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون څخه د پروسو د سمون او ښه والي کارپوه ښاغلی حسیني هم ګډون درلود.
په لومړي کې؛ د مالي او ادارې چارو مرستیال ښاغلي اوریاخیل؛ د پروسو ساده کولو د پیل څرنګوالي په اړه خبرې وکړې، وروسته بیا د میرمن حوریه سردارزاده لخوا د پروسو ساده کولو کمیټې د پلي کولو لنډیز وړاندې شوه.
همدا رنګه د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج وویل: " په هیواد کې د نافذو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې، د هر هغه اقدام هرکلی او ملاتړ کوو چې ګټه اخیستونکو ته د خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې اسانتیاوې او ښه والي رامنځته کړي."
د ویلو ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون تر منځ د ګډ هوګړه لیک پربنسټ، د روښانه، چټک او په وخت د خدمتونو وړاندې کولو لپاره؛ له وزارت څخه د مالي او اداري چارو مرستیال مسعود الله اوریاخیل تر مشرۍ لاندې، د مقام سلاکار بهروز شریفي، وړکتونونو رییسه حوریه سردارزاده، د کار تفتیش رئیس بشیر احمد راسخ، د کار کونکو سره د اړیکو امر خلیل احمد یوسفي د غړیو په توګه، او د اداري اصلاحاتو کمیسیون څخه؛ د پروسو د سمون او ښه والي کارپوهان هر یو محمد الله کوشان او محمد داود حسیني د ګډې کاري کمیټې په توګه ټاکل شوي ترڅو پدې پروسه کې ګډ کار وکړي.
