د کارموندنې له خصوصي شرکتونو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه؛

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۸:۴۵
د

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې د کارموندنې د ۲۳ خصوصي شرکتونو له مسؤلینو سره په کتنه کې؛ بهرنیو هېوادونو ته د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کاریګرو د لېږد په اړه خبرې وکړې.  
په کتنه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري قطر شاهي هېواد او فدراتیفې روسیې ته د خپلو تېر رسمي سفرونو په اړه معلومات شریک او څرګنده کړه: دې سفرونو کې مو له خپلو سیالانو او هم له ځینو نورو اړوندو چارواکو سره د افغان کاریګرو د اعزام په اړه بحثونه او ځینې مقدماتي هوکړې لرلې. موږ دې ته ژمن یو، چې یادې هوکړې د ډيپلوماتیکو چینلونو له لارې تعقیب او هڅه به کوو، ترڅو په راتلونکي کې په قانوني توګه دا پروسه پیل شي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري زیاته‌کړه: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ ستونزو ته د رسېدنې او ورسره د منطقي مبارزې او هېوادوالو ته د مناسبو کاري فرصتونو د ایجاد په موخه مختلفې برنامې تر لاس لاندې لري او دا یې په لومړیتوبونو کې دي. 
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر همدا راز د افغان کاریګرو د اعزام پروسې په قانوني کولو او غوره تنظیم د تاکید سربېره؛ بهر هېوادونو ته د کاریګرو د اعزام د طرزالعمل په اړه هم معلومات شریک او د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو څخه یې و غوښتل، چې دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي او داسې ګامونه دې واخیستل شي، چې د دولتونو ترمنځ د اعتماد فضا جوړه او د اړتیا په صورت کې دې وړ اشخاص کاریګر منوونکو هېوادونو ته ور وپېژني.
په همدې ترتیب ناسته کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو لنډو خبرو کې د دې پروسې د پیل او د کارموندنې خصوصي شرکتونو سره د نږدې کاري اړیکو څخه په یادونې سره؛ څرګنده کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به له هر هغه فرصت څخه چې پایله یې هېوادوالو ته د سهولتونو په ځانګړې توګه د کارموندنې رامنځته کول وي، ګټه اخلي.
ورپسې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ځینو استازو خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري د وروستیو اقداماتو او په بریالي توګه د کار ملي کانفرانس د ترسره کېدو له امله مننه او قدردانی وکړه، هغوی له هېواده بهر د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کاریګرو اعزام د هېواد په ګټه وباله او په دې برخه کې یې د دې وزارت د لازمې پاملرنې غوښتنه درلوده. په همدې توګه یې خپلې اړونده ځینې ستونزې شریکې او د حل غوښتونکي یې شول او هم یې ژمنه وکړه، چې د افغان کاریګرو د لېږد پروسې په پیل کېدو سره به د متقاضي هېواد د غوښتنو او اړتیاوو مطابق اشخاص ورپېژني.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۸:۲۶
Background image

کابل کې ٥٦٠ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول؛

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي فني او حرفوي زده کړو له مرکزه ٥٦٠ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص؛ په پنځو رشتو؛ بیک ګنډلو، بوټ جوړولو، خیاطۍ، تعمیراتي برېښنا او د کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۸:۲۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او امارتي ادارو ترمنځ شپږ اړخیزه هوکړهلیک لاسلیک شو

د کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو، سترې محکمې، د زندانونو د تنظیم ادارې او افغاني سرې میاشتې ټولنې ترمنځ د زیانمنو او بې‌سرپرسته ښځو لپاره د خدمتونو وړاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۲۴
Background image

هرات کې پر ۱۰۰ کورنیو د غالۍ اوبدلو وسایل ووېشل شول

د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ د غالۍ اوبدلو په برخه کې پر ۱۰۰ روزل شویو کورنیو د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د دې حرفې د اړتیا وړ وسایل ووېشل. 
د. . .

بیرته خبرونو ته