د کاري چارو مرستیال وزیر د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا له مشر سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا(PACC) له مشر ښاغلي دوکتور محمود السامرایي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په لمړیو کې ښاغلي السامرايي وویل چې د ا.ا.ا له بریالیتوب څخه خوښ دی او د کاري چارو مرستیال وزیر ته یې په دې هکله مبارکې وویله او زیاته یې کړه چې یاده بریا د ټول اسلامي امت هیله وه. ښاغلي السامرايي وویل: هڅه کوو چې په راتلونکې کې د مرستندویه مؤسساتو او نړۍوالو بنسټونو له لیارې د اسلامي هیوادونو د خیّرو خلکو مرستې د ا افغانستان بې وزله او ناداره خلکو ته را ټولې کړو؛ ترڅو وکولای شو خپله اسلامي او انساني دنده د افغانستان مسلمان ملت پر وړاندې ترسره کړو.
ښاغلي محمود السامرایي د کاري چارو له مرستیال وزیر څخه وغوښتل چې د افغان-کوریا د فني او حرفوي زده کړو له انسټیټیوټ څخه ورته د لیدنې زمینه برابره کړې، ترڅو وکولای شی د یاد انسټیټیوټ ستونزې، نیمګړتیاوې او اړتیاوې تشخیص او د حل لپاره له خپلو کاري شریکانو سره شریکې کړي او یاد انسټیټیوټ لپاره د مرستندویه او روزنیزو بنسټونو مرستې او همکارۍ را جلب کړي.
وروسته د کاري چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د افغانانو او د افغانستان حکومت لپاره د مرستندویه بنسټونو او د نړۍ د مسلمانانو د مرستو د جلبولو لپاره د دوکتور السامرايي له پاک، اسلامي او انساني احساس او ولولو څخه مننه وکړه؛ ژمنه یې وکړه چې د هغه د هر ډول کاري فعالیتونو د تسهیل په موخه به هر ډول همکاري کوي او اړونده مسولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د افغان-کوریا انسټیټیوټ څخه د ښاغلي السامرايي د لیدلو لپاره همکاري وکړي.
دواړو لوریو په پای کې د آسانتیاوو او د همغږۍ رامنځته کولو لپاره دا ډول لیدلو کتلو پر دوام ټینګار وکړ او هغه یې ګټور وبلل.
د کاري چارو مرستیال وزیر ژمنه وکړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مقام سره په مشوره به د د افغانستان لپاره د مرستو را جلبولو په موخه د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا فعالیت او کاري چارو د تسهیل په موخه به هر ډول مناسب شرایط برابروي.