د کاري چارو نوی مرستیال، د کار او ټولنیزو چارو وزیر له خوا معرفي او رسما یې په کار پيل وکړ.

publish
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۴:۲۱
1

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ؛ ښاغلی عبدالغفور ملکزی د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري چارو نوي مرستیال په توګه معرفي او رسما یې په کار پيل وکړ. 

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د خپلو خبرو په ترڅ کې، کار معینیت د دې وزارت یو مهم معینیت یاد کړ، و یې ویل: د کار معینیت لکه څنګه چې له نوم څخه یې روښانه ده، زیات مسؤلیت یې د کار او کارګرو اړوند دی؛ همدارنګه اوس مهال د کاري فرصتونو را منځ ته کولو برخه کې د دې وزارت په ځانګړې توګه د کار معینیت د یوې مهمې برنامې( بهر ته د کارګرو لیږولو پروګرام) مسؤلیت په غاړه لري. نوموړي زیاته کړه: ژمن یو، چې د کار معینیت د نوې رهبرۍ په راتګ سره به د کار او کارګرو د حقوقو خوندیتوب برخه کې لا زیاتې هڅې وکړو. 
ښاغلي ته ینج د خپلو خبرو په ترڅ کې  د کاري چارو نوي مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. 
د کاري چارو نوي مرستیال عبدالغفور ملکزي بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ او ولسمشر له باور څخه مننه و کړه، و یې ویل: لکه څنګه چې هره اداره کې ستونزې او فرصتونو شته، خو له خپل کاري ټیم سره به هڅه و کړم، چې له شته فرصتونو څخه په ګټنې په ګډه ستونزې حل کړو. 
نوموړي په ادارو کې د همغږۍ نشتوالی د فساد لوی عامل یاد کړ او ژمنه یې و کړه، چې د وزارت رهبرۍ او خپل کاري ټیم سره به په ښه همغږۍ چارې مخته یوسي. 
د ویلو دی، چې ښاغلی عبدالغفور ملکزی له دې وړاندې د بادغیس او نورستان والي وه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د کار چارو معین د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته په خپل رسمي سفر کې، له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فارغو شویو ځوانانو په فراغت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۲۸
Background image

بلخ او کونړ ولایتونو کې ۱۳۱۸ تنو زلزله ځپلو، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د بلخ او کونړ ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د بلخ په ولایت کې ۱۱۶۸ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او همدارنګه د کونړ په ولایت کې او ۱۵۰ تنو نورو د زلزلې له امله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۴
Background image

کابل کې ۱۴۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ ۱۴۰ تنه ځوانان؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په. . .

بیرته خبرونو ته