د کارکوونکو ظرفيت لوړونه د هرې ادارې مهمه اړتيا دی.
د کارکوونکو مسلکي پوهې او کاري ظرفیت لوړول، په اجراتو کې د ښه والی راوړلو، د کاري بهیر چټکتیا، په ښه توګه د اغیزناکو خدمتونو وړاندې کولو او په ورځنیو کارونو کې د بهتره همغږۍ راوړلو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ظرفیت لوړونې آمریت په غزني او ميدان وردګو ولایتونو کې د شلو ورځو لپاره شپږ عنوانه د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ( د اداري مراسلاتو لارښود، د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون څخه خبرتیا، پلان جوړول، بشري سرچینو مدیریت، د اضافه کاری چارو د تنظیم مقررې او د ملکي خدمتونو کارکوونکو اجراآتو ارزونې اړونده تقنینی اسنادو څخه پوهاوی) وړاندې کړل، چې ټولټال ۴۳ تنه مامورین ور څخه برخمن شول.