د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
روز کارگر


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې پوره یې د کارګر حقوق خوندي کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: په هېواد کې ډېری محوري مرکزونه یا بنسټونه زیانمن شوي و، چې له هغو څخه یو د کارګرانو او کارکوونکو ملي اتحادیه ده چې پخوا یې له نوم او ارزښتونو څخه ناوړه استفاده شوې وه او په ټولنه کې یې خپل اعتبار بایللی وو.
الحاج ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: اسلامي امارت دا برخه بیا ورغوله او هڅه دا ده، چې د دې اتحادیې اعتبار بیا جوړ او کارګرانو ته د خدمت جوګه شي او د یو ټولینز شریک په توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره یوځای د کارګرانو له حقوقو څخه دفاع وکړي.
ملا عبدالمنان عمري د خبرو په دوام څرګنده کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې له دې اتحادیې سره په همکارۍ د کارګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او په دې برخه کې ذیدخله ادارې او خصوصي سکتور په ګډه کار وکړو، ترڅو کاري فرصتونه رامنځته شي.
د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء عالي مقام هم د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او حسابي رئیس مولوي احمدالله رفیق له لوري قرائت شو؛ امارتي او خصوصي سکتور ته په هدایت  کې ویلي وو، چې خپلو اوسنیو هڅو او کوښښونو ته ادامه ورکړي؛ په کاري چاپېریال او ټولنه کې د کارګرانو حقوق په پوره توګه رعایت کړي؛ د هغوی صحت او خوراک ته پاملرنه وکړي، د تفریح او رخصتۍ حقوق یې تأمین او په ټوله کې پرې‌نږدي؛ چې د هغوی کوچنی حق هم تر پښو لاندې شي.
د کارګرانو او کارکوونکو اتحادیې سرپرست رئیس مولوي عبدالمتین مولوي‌زاده په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل: د کارګرانو له زیار او هڅو پرته د هر هېواد او ملت پرمختګ او هوساینه ناشونې ده او هڅه کوو، ترڅو د کارګرانو حقه حقوق لکه: عادلانه مزد، برابر کاري چاپېریال، د مهارتونو پراختیا، غوره کاري شرایط او ټولنیز عدالت تأمین ته زمینه برابره او په ټوله کې د کارګرانو له مشروع حقوقو څخه دفاع ته ژمن یو.
ورپسې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري هم په خپلو خبرو کې وویل؛ کارګر د وطن د اقتصاد د ملا تېر ګڼل کېږي او د هېواد د بیخ‌بناوو په جوړولو کې ارزښتمن رول لري.
ښاغلي نظري زیاته کړه: سږ کال په پام کې لرو چې د کارګرانو څخه د ملاتړ په موخه درې کارګرمحوره پالیسۍ؛ د غښتلي ماهر او مسلکي کارګرانو روزنه، له کورنيو تولیداتو څخه ملاتړ او شغلي امنیت تطبیق کړو چې د یادو پالیسیو لومړی ګټه د ټولنې کارګرانو ته رسېږي.
په پای کې امارتي ادارو او خصوصي سکتوراستازو په خپلو خبرو کې د کارګرو له ټولو شرعي او قانوني حقوقو څخه د ملاتړ په موخه ژمنه وکړه، چې په خپل کاري چاپېریال کې به د کارګرانو ټولو حقوقو ته خپله پاملرنه زیاته کړو.
برنامه؛ ځینو ماهرو کارګرانو او کارکوونکو ته د تقدیرپاڼو او ستاینلیکونو په وېش سره پای ته ورسېده.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صنایع او معدن خونو د وړاندیزونو د ارزونې او د تېرو پرېکړو د تعقیب په موخه، د کار عالي شورا اوومه. . .

بیرته خبرونو ته