د کار انسټېټوټ له لوري په کابل او لوګر ولایتونو کې د ظرفيت‌لوړونې روزنيز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۹:۳۴
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټېټوټ کې د دې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په منظور د ادارې او کارکوونکو د حقونو، امتیازاتو او مکلفیتونو تر نامه لاندې شپږ ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد. 
د دې ورکشاپ په وروستۍ ورځ د کار انسټېټوټ رئیس شریف الله شرافت په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په لړۍ کې مو نن بیا د دې وزارت د مختلفو ریاستونو کارکوونکو ته د مجربو ښوونکو  له لوري د ادراې او کارونکو د حقونو، امتیازاتو او مکلفیتونو تر عنوان لاندې شپږ ورځینی ورکشاپ دایر کړ، چې په ورځینو چارو کې به یې خورا اغېزمن تمام شي. 
نوموړي همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې د وخت غوښتنو ته په کتو به د امارتي او غیرامارتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي. 
 هېره دې نه وي، چې د دې انسټېټوټ له لوري د لوګر ولایت ـ ولایتي رئیسانو ته هم د رهبرۍ او مدیریت اصولو تر نامه لاندې ورکشاپ پای ته وسېد، چې ګڼ شمېر ولایتي رئیسان ورڅخه مستفید شول

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

بیرته خبرونو ته