د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
ظرفیت لوړونه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې موخه یې په چارو کې د کارګر او کارفرما ترمنځ د حقوقو تأمین، د کاري اړیکو پیاوړتیا او د همغږۍ رامنځته کول دي.
په سمینار کې ګډونوالو د کارګر او کارفرما ترمنځ د حقوقي اړیکو، د دواړو اړخونو یو پر بل د حقوقو او مکلفیتونو او همدارنګه له کار څخه د شخړو د رامنځته کېدو د عواملو د مخنیوی او د حل‌وفصل معیاري او عملي لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل، ترڅو د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د اداري چارې معیاري او د کار په بازار کې د شته اختلافاتو او ستونزو کچه تر یوبریده راټیټه شي.
د یادولو ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه داده، ترڅو د مختلفو امارتي او غیرامارتي ادارو کارکوونکو ته  د وخت او د کاري اړتیاوو له غوښتنو سره سم د ظرفیت‌لوړونې په موخه لنډمهاله او اوږدمهاله نظري او عملي روزنیز سیمنارونه ترسره کړي؛ ترڅو ګڼ شمېر کارکوونکي ترې برخمن شي  او په ورځنیو چارو کې ورڅخه استفاده وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته