د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند څلور بسوې ځمکه له غصب خلاصه شوه
د باصلاحیته محکمې د حکم او د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست د مکتوب په اساس، د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند نږدې څلور بسوې ځمکه، چې له کلونو راهیسې غصب شوې وه، تر قانوني طی مراحلو وروسته بیاځلې د دې ریاست په تصرف کې راوستل شوه.
یاده ځمکه چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست ترڅنګ پرته ده؛تر تثبیت وروسته، د باصلاحیته هیئت په حضور او د جلال آباد ښاروالۍ سره په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته وسپارل شوه.