د کار او ټولنيزو چارو وزارت او افغانستان د عدالت څار مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو
دغه هوکړه ليک نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او افغانستان د عدالت څار مؤسسې مشر حميدالله ولي تر منځ لاسليک شو.
د ياد هوکړه ليک پر بنسټ به د يادې مؤسسې له لوري کابل کې د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت د ( ريان) په نامه يو روزنتون جوړ او ۱۰۰ تنه بې وزله او يتيمو ماشومانو ته به په کې د ساتنې او روزنې زمينه برابره شي.
د هوکړه ليک د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د يادې مؤسسې له مسؤلينو و غوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليک او اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ پلي او وخت په وخت وزارت سره خپل کاري راپور شريک کړي.
د افغانستان د عدالت څار مؤسسې مشر حميدالله ولي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او همکارانو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ( ريان روزنتون) جوړولو اړوند ټولې کړنې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو سره په ښه همغږۍ او لارښوونه مخته يوسي.
د ويلو دی، چې ياد هوکړه ليک د اسلامي امارت پاليسۍ ته په کتو او د روزنتونونو اړوند مقررې، طرزالعملونو او نورو تقنيني اسنادو له مخې ترتيب او نن د دواړو لوريو د باصلاحيته مسؤلينو له لوري لاسليک شو.