د کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا!
پنجشنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د ثور ۸مه د ۱۴۴۳ هجری قمري کال د رمضان المبارک ۲۷مه چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو سپیڅلي جهاد د بریالیتوب له ورځې سره برابره ده، د هیواد د کار قانون د ۴۱ مادې سره سم په ټول هیواد کې عمومی رخصتی ده.