د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د سمنګان ولايت والي سره د خپل کار په دفتر کې و کتل.

publish
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۱۲:۴۰
۴

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سيد انور سادات د سمنګان ولايت والي محمد داوود کلکاني سره و کتل، دې کتنه کې دواړو لوريو د ياد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند موضوعاتو هر اړخيز بحث و کړ.

د سمنګان والي محمد داوود کلکاني، په داسې حال کې چې د سمنګان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست رئيس هم حاضر وه، د نوموړي رياست اړوند ستونزې د وزارت رهبرۍ سره شريکې او د حل غوښتنه و کړه.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سيد انور سادات د سمنګان ولايت نوي والي ته د مبارکۍ ترڅنګ؛ د نوموړي تېرو خدمتونو ته په اشارې ترې مننه و کړه، چې د خلکو ستونزو ته په وخت رسيده ګي او له مسؤلو چارواکو سره شريکوي.

سيد انور سادات، په ولايتونو کې د وزارتونو د دويمو واحدونو د کړنو په برياليتوب کې د واليانو رول مهم ياد کړ؛ نوموړي همدارنګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند ستونزو اوريدو وروسته د سمنګانو والي سره په ښه همغږۍ، ستونزو ته د رسيدو په موخه د ګډ کار او همکارۍ ژمنه و کړه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته