د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د مرسي کور مؤسسې رييس سره وکتل.

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۲۲:۱۴
W

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د افغانستان لپاره د مرسي کور موسسې رييس ښاغلي جک سره خپل کاري دفتر کې وکتل.

دې ليدنه کې دواړو لوريو د مرسي کور مؤسسې د فني او حرفوي زده کړو پروژې او د يادې پروژې اړوند د هوکړه ليک لاسليکولو اړوند خبرې وکړې. 
د مرسي کور دفتر مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې د يادې پروژې پيل کيدو اړوند خبرې وکړې و يې ويل، چې ياده پروژه به هرات او کندهار ولايتونو کې پلي شي؛ خو په لومړي سر کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د يادې پروژې اړوند هوکړه ليک اړين و باله؛ نوموړي زياته کړه که چيرته د يادې پروژې اړوند هوکړه ليک لاسليک نه شي؛ نو ياده پروژه به نږدې ورځو کې د تمويل کوونکو لخوا لغوه اعلان شي، چې دا به د افغانانو په ځانګړې توګه د هرات او قندهار خلکو لپاره يو لوی فرصت ضايع کول وي. 
د کار او ټولنيزو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) ورته پروژې د افغانانو لپاره مهمې و بللې و يې ويل چې موږ د ټولو هغو موسسو هوکړه ليکونه چې د فني او حرفوي زده کړو برخه کې کار کوي، لاسليک کوو؛ خو هڅه کوو دغه هوکړه ليکونه په دقيق توګه و څيړو؛ څو د ټولو پروژو پيسې په دقيق او د امارت اسلامي د شرايطو او پاليسو په رڼا کي مصرف شي. 
ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) همدارنګه وړانديز وکړ؛ څو ياده پروژه د ولايتونو( قندهار او هرات) په سطحه نه بلکې د زونونو په سطحه پلي کړل شي؛ څو د زونونو په سطحه د نور ولايتونو خلک هم ترې برخمن شي.
دې ليدنه کې هوکړه و شوه، چې راتلونکې سه شنبه به د دواړو لوريو( کار او ټولنيزو چارو وزارت او مرسي کور مؤسسې) تخنيکي ټيمونو سره ګډه ناسته و کړي او د هوکړه ليک اړوند به تر هر اړخيز بحث وروسته د يادې پروژې د هوکړه ليک لاسليک کولو او کار پيل کولو اړوند پريکړه و شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د کار چارو معین د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د نوي معین په معرفي غونډه کې ګډون او وینا وکړه 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د نوي معین شیخ محمد قاسم خالد په معرفي غونډه کې ګډون او وینا وکړه. 
غونډې ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په دوه‌یمه ربع کې د ۱۹۲۱ تنه ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده 

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست د روان کال په دوه‌یمه ربع کې د ولایتي ریاستونو په هلو ځلو په هېواد کې نږدې ۱۹۲۱ تنه ردمرزي او ورک‌شویو ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

د کار چارو معين د صنعتکارانو له استازو سره وکتل 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د خصوصي سکتور اړوند د صنعتکارانو له استازو، د فابریکو او شرکتونو له مسئولینو سره وکتل.
په. . .

بیرته خبرونو ته