د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سره د اکبر مؤسسې د مشرې ليدنه
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج د اکبر مؤسسې رئيس ليزا پيپر سره د خپل په دفتر کې و کتل او د دولتي او غيرې دولتي مؤسسو د فعاليت او ستونزو په اړه يې سره خبرې و کړې.
لېدنه کې د اکبر مؤسسې مشرې ليزا پيپر په افغانستان کې د بهرنيو وګړو لپاره د کار جواز، د بهرنيو کارګرو بيمې، د کار جواز جريمې، کار موندنې او په ولايتونو کې د رياستونو د مداخلې او ستونزو اړوند خبرې و کړې او د کار او ټولنيزو چارو وزارت څخه يې د يادو ستونزو د حل هيله وکړه.
وروسته ښاغلي بشير احمد ته ينج وويل: موږ مکلف يو چې د هيواد د ښه والي لپاره کار وکړو؛ نوموړي زياته کړه، چې د بهرنيو شريکانو د ستونزو حل مو کاري لومړيتوب دی او ژمن يو چې نه يوازې ستونزو ته به يې رسيده ګي کوو؛ بلکې د هيواد د آبادۍ په موخه به ورته لا زياتې اسانتياوې هم برابرې کړو.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وويل چې کرونا ويروس زموږ هيواد نظر نورو هيوادونو ته درې برابره زيات زيانمن کړی دی او موږ د نړيوالو لا زياتو همکاريو او مرستو ته اړتيا لرو.
ښاغلي ته ينج ژمنه و کړه، چې د بهرنيو وګړو د کار جواز اړوند ستونزو د حل په موخه به څلور کسيزه پلاوی و ګماري او له ميرمن پيپر څخه يې و غوښتل؛ څو د ادعاوو د اثبات مدرکونه هم له کار او ټولنيزو چارو وزارت سره شريک کړي.