د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر، په افغانستان کې د قطر هېواد د سرې میاشتې رئیس سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۱۹
کابل

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري نن د خپل کار په دفتر کې، په افغانستان کې د قطر هېواد د سرې میاشتې رئیس حسین بوتاني سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې ښاغلي بوتانې؛ په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د مخینې، برنامو او لاسته‌راړنو او په اړه د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل.
حسین بوتاني وویل: موږ خپلې ټولې پروژې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او اساساتو مطابق پلي کوو او یاد اصل ته ژمن یو، همداراز تعهد کوو؛ چې د ټولو راتلونکو پروژو په ډیزاین، تطبیق او متنوع کولو کې له هر  اړونده امارتي ارګان سره به په پوره همغږي کوو.
الحاج ملا عبدالمنان عمري د قطر هېواد د سرې میاشتې فعالیتونه وستایل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ټولنې تر ټولو زیاتو زیانمنو اقشارو په ځانګړې ډول ماشومانو او نویو راستنېدونکو هېوادوالو پوره ملاتړ وکړي او ډیرۍ پروژې هغوی ته وقف کړي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري د قطر هېواد د سرې میاشتې ټولنې سره ژمنه وکړه؛ چې د هغوی غوره او اغیزناک فعالیت لپاره د زمینې په برابرولو کې هر ډول همکاری ته چمتو دی.
په پای کې ښاغلي حسین بوتاني؛ زیانمنو اقشارو د پروژو د اسنادو په ژر بشپړیدو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده؛ چې د قطر سره میاشتې ټولنه په افغانستان کې د صحت، اوبورسولو او په اضطراري حالاتو کې مرستندویه پروژې لري، او اوس‌مهال د نورو برخو ترڅنګ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته حمایت او د زیان‌منو اقشارو ملاتړ په برخه کې هم فعالیتونه لري

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۴۸
Background image

بلخ، ارزګان، بدخشان او پکتیا ولایتونو کې ۲۸۲۴ اړمنو کورنیو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نقدي پیسو، البسې او خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې


  د بلخ، ارزګان، بدخشان او پکتیا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۲۸۲۴ اړمنو کورنیو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو، چې په بلخ کې ۱۳۷۹، په بدخشان کې ۲۸۰، په پکتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳
Background image

د ټولنیزو چارو معین د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د عامې روغتیا له وزیر الحاج مولوي نورجلال جلالي سره وکتل. 
په کتنه کې د دواړو لوریو. . .

بیرته خبرونو ته