د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د شکایتونو رسیدو خدمتونه!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت، هیوادوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د دې وزارت اړوند شکایتونو ته د رسیدو په موخه ځانګړی بخش رامنځ ته کړی دی، چې د وزارت مقام سکرتریت له خوا پر مخ وړل کیږي.
کولای شئ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند ستونزو او شکایتونو په اړه په لاندې ایمیل ادرس او تیلفون شمیره له موږ سره اړیکه و نیسئ.
بریښنالیک: Complaint@molsa.gov.af
د اړیکې شمیره( واتسپ): 0745365577
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خلکو ته د ښو خدمتونو او شکایتونو رسیدو په برخه کې ژمن او تل ستاسو په چوپړ کې دی.