د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د «سټې ان» جرمنۍ موسسې له مسؤل سره ولیدل

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۹:۲۵
Q

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین د خپل کار په دفتر کې د «سټې ان» جرمنۍ موسسې له مسؤل طارق وردګ سره وکتل.
کتنه کې ښاغلي وردګ د خپلې موسسې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د شریکولو سربېره؛ څرګنده کړه چې دوی غواړي په جرمني کې مېشت د ځینو افغان متخصصینو په همکارۍ افغانستان کې د کار بازار د اړتیاوو سره سم د صنعت او ماشنیرۍ په برخو کې متخصصین وروزي. نوموړي زیاته کړه چې پدې رابطه یې ځینو ادارو او صنعت‌کارانو سره بحثونه کړي دي او هیله من دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به هم له دوی سره همکاري وکړي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال څرګنده کړه: دا چې افغانستان کې ډاډمن امنیت ټینګ او  بهرنیو او کورنیو مؤسساتو او بنسټونو ته د کار او فعالیت زمینه برابره ده نو تمه کیږي چې دوی دې د اسلامي امارت پالیسۍ او اصولو په پام کې نیولو سره خپلې چارې پرمخ یوسي او په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي.
همداراز یې د (سټې ان) مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل چې د متخصصو کادرونو د روزلو په برخه کې دې خپلو نظریاتو ته عملي بڼه ورکړي، چې په دې برخه کې به د کار او ټولنیزو چارو وزارت هغوی ته سهولتونه برابرکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

بیرته خبرونو ته