د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست خپل ترکي سیال سره و کتل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات ترکیې ته د رسمي سفر په ترڅ کې له خپل ترکي سیال (د کار، کورنۍ او ټولنیزو خدمتونو وزیرې زهرا زمرد سلجوق) سره و کتل.
په دې لیدنه کې چې په یاد هیواد کې د افغانستان سفیر هم ګډون درلود، دواړو لوریو په مختلفو موضوعاتو په ځانګړې توګه د څو هوکړه لیکونو، چې مسودې یې له وړاندې ترتیب شوې دي د چارو د تعقیب، د افغان کارګرو لپاره د کارموندنې او د ترکیې د فني او حرفوي زده کړو انستیتونو کې د دې وزارت د کارکوونکو روزنې په اړه هر اړخیزې خبرې و کړې.