د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست کابل کې مېشت د ترکیې جمهوریت له سفیر سره وکتل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۰:۴۱

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري نن د خپل کار په دفتر کې، کابل کې مېشت د ترکیې جمهوریت  له سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره وکتل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ارګیناي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د دوست هېواد ترکیې د ولسمشر په توګه د جلالتمآب رجب طیب اردوغان د بیاځلې ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او نوموړي ته يې په چارو کې د لابریاوو هیله مندي وکړه.
ملا عبدالمنان عمري همداراز مختلفو برخو کې افغانستان سره د ترکیې هېواد له مرستو څخه په مننې سره وویل : هيله مند یو چې د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره ترکیې هېواد ته د افغان کارګرانو د اعزام پروسه، چې په اړه یې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې هوکړه لیک هم  لاسلیک شوی، د تطبیق او عملي کېدو  پروسه پیل شي چې دې سره به د غیرقانوني مهاجرتونو مخنیوی وشی او هم به ترکیې ته د ماهرو  او مسلکي کاریګرو د لېږد زمینه برابره شي.
ورپسې ښاغلي جهاد ارګینای خپلو خبرو کې  د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي په اړه د افغانستان د اسلامي امارت له کړنو او هڅو څخه خوښي څرګنده او ډاډ یې ورکړ، چې یاد موارد به دخپل هېواد  له مسؤلوچارواکو سره شریک او تعقیبوي.  
   په پای کې دواړو لورو ټینګار درلود چې د دې موضوع د تعقیب لپاره به وخت پر وخت ناستې کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳
Background image

د ټولنیزو چارو معین د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د عامې روغتیا له وزیر الحاج مولوي نورجلال جلالي سره وکتل. 
په کتنه کې د دواړو لوریو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول


  د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ( ۳۰۰ په هلمند او ۳۰۰ نورې یې په ارزګان) ولایتونو کې د ځانګړې سروې له‌مخې تثبیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت. . .

بیرته خبرونو ته