د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین له نامتوتی دیني عالم او مجاهد مولوي حاجی احمدګل سره ولیدل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین په خپل کاري دفتر کې د هیواد له نامتوتی دیني عالم او مجاهد مولوي حاجی احمدګل سره ولیدل.
په دې کتنه کې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو لپاره د اسلامي امارت د شهدا ورثه او یتیمانو مسوول مولوي حاجی غوث الدین او حاجي حمیدګل هم حضور درلود.
په یاده کتنه کې دواړو لورو د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو په مبارزو، قربانیو، بریا او له بریا وروسته په اوس وخت کې د شهیدانو ورثه ستونزو په رسیدګی او په ټوله کې ولس او هیواد ته په خدمت هر اړخیزې خبرې وکړي.
د ویلو ده چې مولوي حاجی احمدګل د اسلامي امارت له نومیالیو مجاهدینو څخه دی چې په دواړو جهادونو کې یې د جهادونو ستر قائد مولوي جلال الدین حقاني سره نږدي سپیڅلی مبارزه کړي او په سعودي عربستان هیواد د اسلامي امارت په استازیتوب هم فعالیت کړی دی.