د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال د خوړو نړۍوال سازمان له مسؤلینو سره ولیدل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۳:۲
ق


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال مولوی دین‌محمد حقبین په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړۍوال سازمان د فني او حرفوي زده‌کړو مسؤل حفیظ‌ الرحمان ناصري او له امارتي ادارو سره د اړیکو مسؤل حمیدالله افغان سره ولیدل.
په پیل کې د خوړو نړۍوال سازمان استازو په ټول هیواد کې د خپلو روانو پروژو او راتلونکو پروګرامونه په اړه معلومات شریک او زیاته یې کړه چې اوس‌مهال دا سازمان د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې فعالیت لري او افغانانو ته د عاجلو مرستو سربیره له زیانمنو سره هم د خوړو توکو او نقدو پیسو مرستې کوي.
نوموړي وویل: د خوړو نړۍوال سازمان د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه پروژه ترلاس لاندې لري چې د ۲۰۲۴ میلادي کال ترپایه پورې به په ټول افغانستان کې به ۲۰ زرو تنو ته د فن او حرفې په برخو کې روزنه ورکړي؛ چې د دې پروژې چارې به د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته پیل شي.او د خوړو نړی‌وال سازمان ژمن دی چې د یادې پروژې په ډیزاین او تطبیق کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پوره هم‌غږي او هم‌کاري ولري.
ورپسې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال مولوي دین‌محمد حقبین د خوړو نړۍوال سازمان له مرستو او فعالیتونو څخه مننه او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکې کې یادې مرستې، پروژې او فعالیتونه په کمي او کیفي ډول پراخې شي. او زیاته یې کړه چې د خیریه مؤسسو بشري مرستو او فعالیتونو ته په هیواد کې تر بل هر وخت د فعالیت مناسبه زمینه برابره ده؛ امنیت ټینګ دی، د کچه فساد صفر ته را ټیټه شوې او د مؤسساتو سره د امارت هم‌غږي او همکاري زیاته ده.
مولوي حقبین وویل: چې له ټولو مؤسساتو او سازمانونو غواړو چې خپل ټول فعالیتونه د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او قوانینو مطابق پرمخ یوسي او خپله ډیره پاملرنه د هیواد لرو پرتو سیمو او سرحدي ولایتونه ته وکړي. او هم یې  د هوکړه‌لیک د نهایي کیدو او لاسلیک لپاره په راتلونکې کې دا ډول ناستو په دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د سنټ پټرزبرګ په اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه روسیې ته ورسید؛

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب د روسیې هېواد د سنټ پټرزبرګ په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې، چې د روان میلادي کال د جون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د قطر شاهي هېواد د سوداګرۍ خونې له معاون سره ولیدل


د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزير الحاج ملاعبدالمنان عمري؛ قطر شاهي هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د هغه هېواد د سوداګرۍ خونې له لومړي معاون ښاغلي  محمد بن احمد الطوار الکواري او نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۱:۹
Background image

پکتيا ولايت کې ٦٠٠ تنو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته یو باب روزنتون پرانیستل شو؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین او وارسي کوونکي شیخ عبدالبر د یوه پلاوي په مشرۍ؛  پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د ٦٠٠ تنو یتیمو او بې پرستو ماشومانو. . .

بیرته خبرونو ته