د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین، د خوست ولایت د پوهنې له رئیس او یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۴:۳۹
د

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین مولوي دین‌محمد حقبین؛ د خوست ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد انور دین‌پرور، د پوهنې ریاست له نورو مسؤلینو  او  یو شمیر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
کتنه کې د خوست ولایت د پوهنې رئیس  او قومي مشرانو  ټولنه کې د زیانمنو اقشارو په ځانګړې ډول د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو  ستونزو ته د رسېدنې،  روزنتونونو، ښوونځیو او مدرسو ته د هغوی د جذب پر څرنګوالي او  د هغوی د ژوندانه د وضعیت د ښه کېدو په رابطه خبرې وکړې او ځینو برخو کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین مولوي دین‌محمد حقبین هم په خپل وار سره د ټولنې یاد زیانمن او مستحق قشر ته پاملرنه د اسلامي امارت له اساسي دندو څخه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه به هلې ځلې کوي او هم به یې د نورو اړونده مسؤلینو سره شریکوي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته