د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دوهمه ربعه کې تر ۳۴۶۰۰ قطعو زیات د کار جوازونه وېشلي دي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی، چې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال په دوهمه ربعه کې ۳۴۶۰۴ قطعې د کار جوازونه ووېشي او له دې لارې عواید را ټول کړي.
دا ارقام ښيي، چې د لومړۍ ربعې په نسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په یادو ارقامو کې ۲۴۷۶۷ تنه نارینه او ۸۷۱ تنه ښځینه په امارتي ادارو، ۶۲۱۶ تنه نارینه او ۱۶۲۸ ښځینه په خصوصي سکتور او همدارنګه ۱۱۲۲ تنه بهرني وګړي په بېلابېلو برخو کې په رسمي دندو ګمارل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړۍ ربعه کې هم ۲۲۴۲۷ قطعې د کار جوازونه وېشلي وو