د کار او ټولنیزو چارو وزیر بلخ ولایت ته د کاري سفر په دویمه ورځ د وزارت ټولنیزو شریکانو، همکارانو او د سیپن شبکې غړو سره و کتل.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج، د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي او ورسره مل پلاوي، بلخ ولايت ته د کاري سفر په دوېمه ورځ د ياد ولايت د کارګرانو ملي ټولنې، بلخ کې د کار نړیوال سازمان استازو، صنایع او معادن خونې استازو، د بلخ اصنافو رئیس او د بلخ ولایت د ماشومانو ساتنې شبکې ( سیپن شبکه) غړو سره و کتل.
دغو لیدنو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولنیزو شريکانو، همکارانو او د سیپن شبکې غړو د کار او ټولنيزو چارو وزير سره په جلا جلا ناستو کې خپلې کړنې، ستونزې او وړاندیزونه شریک او ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.
د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د هغوی ستونزې واوریدې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند ستونزو د حل ژمنه یې و کړه، و یې ويل چې د کرونا ويروس له امله هيواد کې ګڼ شمير هيوادوال زيانمن شوي؛ نو له همدې امله د بیکارۍ کچه هم تر یو بریده ډیره شوې ده؛ اما دولت په ځانګړي توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، څو دغو نيمګړتياوو ته د حل لاره پیدا او ورته رسیده ګي و کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبري په همدې موخه د خپلو ټولنیزو شریکانو او همکارانو سره د مشورې په موخه په مرکز او ولایتونو کې ناستې کوي، څو د هغوی له نظرونو او وړاندیزو څخه په ګټنې دې ستونزو ته په ګډه یوه جامع حل لاره پیدا کړي.
د کار او ټولينزو چارو وزير همدارنګه د خپلو ليدنو په لړ کې د بلخ ولايت د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه هم ليدنه وکړه، د فني او حرفوي زده کړو مرکز استادانو او شاګردانو ستونزې يې واوريدې او د ستونزو د حل په موخه يې اړوندو مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وکړې.