د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
کمیتۀ ناروی برای افغانستان

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په خپلو خبرو کې میلمنو ته د ښه راغلاست سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې ځوانانو، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو، محبوسینو او له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د کار بازار اړتیاوو ته په کتو د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، چې په دې سره به تر ډېره بریده په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټېټه شي.
همداراز مولوي احمدزي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس څخه وغوښتل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اصولو او قوانینو مطابق خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
ورپسې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس هم په خپلو خبرو کې د خپلو فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د معلوماتو شریکولو سربېره زیاته کړه؛ امکاناتو ته په کتو موږ هڅه کوو، ترڅو د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ادارو سره په همغږۍ خپل فعالیتونه ګړندي کړو او د افغانستان اوسېدونکو لپاره په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړو.
د کتنې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د ګډو فعالیتونو د تعقیب او د چارو د لا پرمختګ په موخه د دواړو لوریو له‌خوا تخنیکي ټیمونه جوړ شي.
 د یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د مهارتونو د پراختیا عمومي رئیس مولوي رحیم‌الله صراح او د کار حقوقو د تقنین رئیس بشیراحمد راسخ او د کار چارو مشاور قاري محمد کریم حنفي هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته