د کار چارو معین د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت له مرستیال وزیر سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۳:۳۴
معین کار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې سوکالۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلی سید مالک حسیني او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

دواړو لوریو په افغانستان کې د فني او حرفوي زده‌کړو په پراختیا، ایران اسلامي جمهوریت ته د ماهرو افغان کارګرانو پر لېږد، د کاري، علمي او عملي تجربو د تشریک او نورو مهمو موضوعاتو پر څرنګوالي تخنیکي بحث وکړ.

په پیل کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي؛ د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې سوکالۍ مرستیال او ورسره مل پلاوي او همدارنګه په کابل کې د ایران سفیر محمدرضا بېکدلي ته د ښه‌راغلاست ویلو سربېره؛ په ایران کې د مېشتو غیرقانوني افغان کارګرانو لپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو، افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو، د فن او حرفې او همدارنګه د کار بازار کې د ایران د کامیابو تجربو د تشریک غوښتنه وکړه.

د کار چارو معین  زیاته کړه: اوسمهال بېکاري د افغانستان لویه ننګونه ده او د هغې په حل کې د ګاونډي هېواد مرستې او تجربې دواړه اړینې دي.

ورپسې  د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر ښاغلي سید مالک حسیني هم په خپلو خبرو کې وویل: ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، ترڅو په قانوني ډول د کارګرانو په تنظیم، د ماهرو او مسلکي کاریګرو په تبادلې، په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو د لنډمهاله او اوږدمهالو پروګرامونو په لاره اچولو او په ټوله کې د کاري تجربو د تشریک لپاره له خپل ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره هراړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي سید مالک حسیني زیاته کړه: هېله لرو چې د بصیر حرفوي زده‌کړو مرکز ته پاملرنه زیاته شي، په ایران کې مېشت غیرقانوني ګډوال، قانوني هویتي مدارک ترلاسه کړي او ایران اسلامي جمهوریت ته د غیرقانوني کارګرانو د تګ مخنیوی وشي، ترڅو قانوني اعزام ته لاره هواره شي.

ښاغلي سید مالک حسیني ژمنه وکړه؛ چې د پورته ذکر شویو موضوعاتو په حل سره ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی؛ چې هر کال تر دو سویو زرو کاري ویزې افغانانو ته ورکړي.

په پای کې دواړو لوریو د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو د اړتیاوو د تثبیت، د فني او حرفوي زده‌کړو، کډوالو چارو او نورو موضوعاتو د حل او فصل لپاره په یوې ګډې کاري کمیتې هوکړه وکړه، ترڅو بحثونو تعقیب کړي او د ایران اسلامي جمهوریت ته د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري او ورسره مل پلاوي په سفر کې هوکړه‌لیکونو ته لاره هواره شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته