د کار چارو معین د کام‌ایر شرکت له اجرائیوي رئیس سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۵۶
معین امور کار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د کام‌ایر شرکت له اجرائيوي رئیس کپتان جاهد عظیمي او مل پلاوي سره وکتل. 
په پیل کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي میلمنو ته ښه‌راغلاست سربېره په خپلو خبرو کې د کام‌ایر شرکت د کار او فعالیت او همدارنګه د نوموړي شرکت د کارکوونکو د حقوقو له تأمین څخه خوښي وښوده او له ښاغلي عظیمي څخه يې وغوښتل، چې په استخدام کې شفافیت، د ظرفیت لوړونې په موخه د لنډمهاله او اوږدمهاله برنامو د تطبیق، د کار کوونکو د مزد او د مزد د څرنګوالي، رخصتیو، کاري انضباط، امتیازاتو او تشویقي مواردو، د البسې او په کاري چاپېریال کې د تحفظاتي وسایلو استعمال او ایمني موارد په جدي توګه تطبیق کړي.
همداراز مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام  د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اصولو او قوانیو په نظر کې نیولو سره له ټولو هوایي شرکتونو سره په ځانګړي ډول د کام‌ایر شرکت سره د هر ډول همکاریو ډاډ څرکند کړ.
په پای کې د کام‌ایر شرکت رئیس کپتان جاهد عظیمي هم د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د معلوماتو شریکولو سربېره د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند تقنیني اسنادو د غوره تطبیق ژمنه وکړه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۳
Background image

لغمان کې ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو (هر ماشوم ته ۱۰۲۹۴)؛ مجموعاً د ۱۴۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش. . .

بیرته خبرونو ته