د کار چارو معین لغمان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۳۲
لغمان

د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د یوه پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت له والي سره ولیدل. کتنه کې دواړو لوریو د دې ولایت په کچه د روانو پراختيايي پروژو، په پروژو کې خلکو ته د کارپنځونې، مختلفو برخو کې د خدماتو د وړاندې کولو په څرنګوالي، د دې ولایت ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا، د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ، پانګه‌والو ته د زمینو د برابرېدو او له خپل نظام سره د ولسونو له نږدې همکاریو په اړه بحثونه او خبرې وکړې. د لغمان والي، قاري بختیار معاذ د کار چارو معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست سربېره؛ مختلفو برخو کې د دې ولایت د محلي ادارو له لوري د خدماتو د وړاندې کولو په اړه معلومات شریک او په دې برخو کې یې د لا ډېر پاملرنې ډاډ ورکړ. د یادولو ده چې د معینیت سلاکار مولوي محمد کریم حنفي او د مطبوعاتو رئیس سمیع الله ابراهیمي، په دې سفر کې د کار چارو د معین ملتیا لري.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته