د کار چارو معین په کنړ ولایت کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د استوګنیز ښارګوټي  په پرانېستلو کې ګډون وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۵۶
کنر

 

 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي؛ تورخم ښارګوټي ته له سفر وروسته؛ کنړ ولایت ته لاړ او هلته یې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره مل د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د استوګنې یو پنډغالي په پرانیستلو کې برخه واخیسته.
د پرانېست په مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي وویل: موږ خپلو هېوادوالو ته له اوږده مهاجرت وروسته خپل ټاټوبي ته د بېرته راګرځیدو هرکلی وایو او د افغانستان اسلامي امارت د نظام د یو مسئول په توګه ژمنه کوو ترڅو  هر افغان وګړي په ځانګړي توګه نويو راستنېدونکو هېوادوالو ته د امکان تر بریده د ژوند اسانتياوې برابرې کړو او هغوی ته د استوګنې، سرپناه، کاروبار او صحت په برخو کې سهولتونه برابر کړو، چې ښې بېلګې یې په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د پنډغالو پرانېستل دي.
بېرته راستنیو شویو هېوادوالو ته په خطاب کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی؛ چې خپلو امکاناتو ته په کتو سره تاسو ته د کار او فعالیت زمېنه برابره کړي او په خپل هېواد کې ستاسو له تجربو، تحصیل او مهارت څخه استفاده وکړي.
مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: د چارو د آسانوولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو ذخیروي سیستم هم جوړ کړی دی؛ چې هلته ستاسو د شهرت سربېره، ستاستو مسلک، تخصص او تجربه هم ثبتیږي؛ چې په راتلونکې که به هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت او هم امارتي او خصوصي سکتورونه ترې د کار موندنې په برخه کې استفاده وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

بیرته خبرونو ته