زابل کې ۲۴۸تنه له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۹:۸
n

د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ  د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۲۴۸ تنه  د مؤلد او آب‌بازک جوړونې، خیاطۍ او ګلدوزۍ په حرفو کې تر شپږمیاشتنیو عملي او نظري زده‌کړو وروسته په دوهمه دوره کې  فارغ او د کار بازار ته د ماهرو کاریګرو په توګه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې په سږ کال کې له فني او حرفوي زده‌کړو د فارغ‌شویو ځوانانو دوهمه دوره ده؛ چې له نیکمرغه د افغانستان د بیاودانولو ملي مؤسسې په مالي همکارۍ پر هر یو زده‌کوونکي د اړونده حرفو کاري  وسایل هم  وویشل شول

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

کابل کې د فني او حرفوي زده‌کړو لپاره له ۲۸۰ تنو ځوانانو ازموینه واخستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛  خیرخانې سیمه کې پروت د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز ته د نویو زده‌کوونکو د جذب په موخه له ۲۸۰ تنه ځوانانو په مختلفو ( نلدوانۍ، ساختماني برېښنا، فلزکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له نوي رئیس سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري، په داسې حال کې چې د کار چارو معین هم حضور درلود، په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له نوي رئیس ټیټي هیبااکاري سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي تورخم ښارګوټي ته سفر وکړ

 

 
د افغانستان اسلامي امارت د ادارې کمیسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي، په مشرۍ یو پلاوی، چې په عین حال کې افغان مهاجرینو ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې عالي کميسيون مسئولیت هم پرغاړه. . .

بیرته خبرونو ته