له زیانمن شویو ماشومانو څخه د ملاتړ او ساتني او د فني او حرفوي زده‌کړو د برابرولو په موخه؛ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۴:۴۷
u

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین مولوي دین محمد حقبین، له زیانمن شویو ماشومانو څخه د ملاتړ او ځوانانو ته د فني او حرفويزده‌کړو  د برابرولو په موخه په یوه ناسته کې له یو شمېر کورنیو مؤسسو سره دهمکارۍ پنځه هوکړه‌لیکونه  لاسلیک کړل.

په دغه ناسته کې د مؤسساتو استازو سربیره؛ د مهارتونو د پراختیا لوی رئیسمولوی عبدالواحد فایز، د وزارت مقام د دفتر رئیس ملا شرف‌الدین شرف، لهماشومانو څخه د ملاتړ شبکې رئیس مولوي عبدالعزیز، د بشري سرچینورئیس مولوي نعمت‌الله عثماني، د اداري او خدماتو رئیس مولوي صدراعظم اود نظارت او ارزونې رئیس مولوي نجیب‌الله وقاد هم ګډون درلود.

یادې ناسته ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین مولوي دینمحمد حقبین وویلد افغانستان اسلامي امارت ژمن دی ترڅو د همکارومؤسسو په مرسته، د ټولنې د زیانمن شویو وګړو په ځانګړې ډول له ماشومانوڅخه د ملاتړ او ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو برخو کې هلې ځلې وکړي؛ له شته امکاناتو څخه  پدې برخه کې لازمه ګټه واخلي او هم مجربو،مسلکي، او ژمنو کادرونو ته په بیلابیلو برخو کې د خدمت لومړیتوب ورکړيترڅو د هغوی له تجربو څخه اغیزناکه ګټه واخیستل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال همداراز څرګنده کړهچې همکاره مؤسسې باید خپل ټول فعالیتونه او پلانونه د افغانستان داسلامي امارت له اصولو او ارزښتونو سره سم عملي کړي؛ د زیانمن شویوقشرونو ملاتړ وکړي؛  د بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخو کې رښتینې اقداماتوکړي؛ د هېواد لرې پرتو سیمو ته  خپل خدمات وغځوي او زموږ له وزارت سرهپه همغږې  چارې پرمخ بوزي.

مولوي حقبین وویل چې د پورته ذکر شویو شرایطو له بشپړه تطبیق سره دافغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه  کار او ټولنیزو چارو وزارتچمتو دی چې ټولو مؤسساتو  ته مناسب سهولتونه برابر کړي

په دغه ناسته کې یو تن  د مؤسسو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړچې خپلې چارې به د اسلامي امارت له اصولو سره سم پرمخ بیايي او هڅهبه کوي چې د هېواد هغه محرومې سیمې  چې په تیر کې له خدماتو بې برخېوې  تر خدماتي پوښښ لاندې راولي، نوموړي څرګنده کړه چې د دېهوکړه‌لیکونو له مخې به یو پلو زیانمن شویو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې،روغتیا او خوارځواکي په برخو کې خدمات وړاندې شي او له پلوه به ځوانانوته د فني او حرفوي مهارتونو  د زده‌کړو، هغوی ته د حرفي د پیل او کارپیداکولو په موخه، نغدي مرستې هم وویشل شي. 

د ویلو ده چې یاد هوکړه‌لیکونه د میهن مبتکرو ځوانانو ټولنیزې مؤسسې، دپراختیا او سولې لپاره د برابرۍ مؤسسې او د افغانستان د سوکالۍ اوپراختیا مؤسسو  سره لاس‌لیک شول چې د پروژو ټولیز ارزښت یې نږدې ۴۰۰میلیونه افغانۍ کیږي او د کابل، میدان وردګو، غزني، پکتیا، ‍ننګرهار، هرات،نیمروز، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو په ګډون به   نهه شمالي او شمال ختیځ ولایتونو کې پلې شيد کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین مولوي دین محمد حقبین، له زیانمن شویو ماشومانو څخه د ملاتړ او ځوانانو ته د فني او حرفويزده‌کړو  د برابرولو په موخه په یوه ناسته کې له یو شمېر کورنیو مؤسسو سره دهمکارۍ پنځه هوکړه‌لیکونه  لاسلیک کړل.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته