لوګر کې ۶۰ تنه د فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۲۱:۱۹
Q


د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۶۰ تنه زده‌کوونکي د ودانیو برېښنا او موبایل جوړولو رشتو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ شول. 
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د ولایت مختلفو اداري مسؤلینو، علمای کرامو او ځایي خلکو حضور درلود؛ د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي جان محمد طلحه په خپلو خبرو کې فارغ شوو زده‌کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دی، چې هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوان قشر ته د زده‌کړو او مناسبو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي. همدې موخې ته د رسېدو په منظور یې د مرکز په ګډون په مختلفو ولایتونو کې بېلا بېل پروګرامونه او روزنیزې دورې په لار اچولې دي، چې په تطبیق سره به یې د ډېرو هېوادوالو ټولنیزې ستونزې تر یوه حده را ټیټې شي. 
ورپسې د لوګر ولایت مرستیال مولوي محمد انور دین‌پرور په خپله لنډه وینا کې فارغو شویو زده‌کوونکو ته د مبارکۍ سربېره زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد د کار بازار تر ژورې مطالعې وروسته په خپلو مراکزو کې هېوادوالو ته د بازار اړتیاوو ته په کتو د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابروي.
مولوي محمد انور دین‌پرور همدارنګه وویل: فارغ شوي زده‌کوونکي باید عملاً د کار بازار کې د خپلو حرفو اړوند خپلو هېوادوالو ته ګټور او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۲۵
Background image

کندز کې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو 

 د کندز ولايت کار او ټولنیزو چارو رياست له لوري؛ د یاد ولایت اړوند دشت آبدان سیمه کې ۶۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته د بيک‌ګنډلو او د برېښنايي وسایلو ترميم  په حرفو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۵۳
Background image

خوست کې ۱۸۵ تنو مستحقو سوالګرو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۱۸۵ تنو مستحقو سوالګرو؛ د یو میلیون افغانیو په ارزښت لومړني خوراکي توکي لکه اوړه، ورېجې، غوړي، لوبیا، دال، چای او داسې نور توکي ترلاسه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۲:۶
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ۹ رقابتي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار کوونکو چارو ریاست له لوري نن د کارموندنې ریاست اړوند ۹خالي بستونو لپاره، له ۳۹۲ تنو څخه د آزاد سیالۍ له لارې آزموینه واخیستل شوه. 
د آزموینې په پیل کې. . .

بیرته خبرونو ته