ننګرهار کې د ۱۰۵ تنو شاقه‌کاره ماشومانو پر کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۹:۲۳
E


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو، د جلال‌آباد ښار د ۱۰۵ تنو شاقه‌کاره ماشومانو له والدینو سره د دوه اعشاریه شپږ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېش پرمهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس مولوي فریدالله حقاني خپلو خبرو کې څرګنده کړه: دې مرستو کې د هر ماشوم کورنۍ ته ۲۵۵۰۰ افغانۍ په نقدي توګه ورکړل شوې، ترڅو هغوی له دې لارې خپلو ماشومانو ته کوچني کاروبارونه برابر کړي؛ او دې سره به وکولای شي له یوې خوا ماشومان له شاقه کارونو راوګرځوي او له بلې خوا به هغوی ځانته حلاله نفقه پیداکړي. 
مولوي حقاني د ماشومانو له والدینو و غوښتل، چې خپل ماشومان د شاقه کارونو پر ځای د دیني او عصري علومو د زده‌کړو په منظور؛ مدارسو او ښوونځیو کې شامل کړي.
د یادولو وړ ده؛ چې یاده مرسته د ماشوم ساتنې نړیوالې مؤسسې په مالي همکارۍ د شاقه‌کارو ماشومانو پر کورنیو وویشل شوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته