ننګرهار کې له ۱۲۴ شاقه کارو ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه؛
د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو او د ماشوم ساتنې نړيوالې همکارې مؤسسې په مرسته د لعلپورې او مومندرې ولسواليو د ۱۲۴ تنو شاقه کارو ماشومانو له کورنیو سره د څه باندې ۵۰۰ زرو افغانیو نقدي مرسته وشوه.
یادو ماشومانو کې، چې ۵۱ تنه هلکان او ۷۳ تنه نجونې شاملې دي، د دوی هرې کورنۍ ته ۴۳۰۰ افغانۍ د دننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او د ماشوم ساتنې نړیوالې مؤسسې د استازو له لوري په نقدي توګه ووېشل شوې.
همدا راز د یادو ماشومانو له کورنیو و غوښتل شول، چې هڅه دې وکړي ترڅو خپل ماشومان د تعلیم او تربیې د ترلاسه کولو په منظور ښونځیو ته ولېږي او د هغوی د شاقه کارونو مخنیوی دې وکړي.