ننګرهار کې پر٦۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو نقدي مرستې وویشل شوې

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۵۶
b

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو ٦٠تنو یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ٦٦١٩١٠ افغانیو په ارزښت نقدي مرستې ووېشل شوې.
د یادو مرستو د ویش پر مهال د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني وویل: په یادو مرستو کې د استحقاق په بنسټ هرې کورنۍ ته له ١٠١٩٠ افغانیو څخه تر ٤٢٧٦٠ افغانیو پورې مرستې وویشل شوې؛ مولوي حقاني زیاته کړه: هڅه کوو یتیمو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ د مالي ملاتړ امکانات هم برابر کړو؛ نوموړي همداراز له نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو څخه غوښتنه وکړه، چې د یتیمو ماشومانو مرستو ته را ودانګي.  
د یادولو وړ ده؛ چې یادې مرستې، د HAS بشري مرستو ټولنې په همکارۍ او مالي ملاتړ  د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو مالي ملاتړ برنامې له لارې وویشل شوې

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۲۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د رهبرۍ او مدیریت تر نامه لاندې روزنیز پروګرام جوړ شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټیټیوټ ریاست له لوري د دې وزارت رئیسانو او آمرینو ته د کاردان پوهنتون په همغږۍ د رهبرۍ او مدیریت تر نامه لاندې یو ورځنۍ روزنیز پروګرام جوړ شو. 
هغه غونډه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په تېرو اتو میاشتو کې د څه باندې ۷۷۰۰ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده

د ۱۴۰۳هـ.ش کال په لومړیو اتو میاشتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ولایتي ریاستونو په هلو ځلو په ټول هېواد کې د شاوخوا ۷۷۳۲ تنه ردمرزي او لادرکه ماشومانو قضیو رسېدنه شوې ده.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولایت په یوه ستره ولسي غونډه کې د کار چارو د معین ګډون؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي لوګر ولایت ته په خپل سفر کې په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دې غونده کې چې ګڼ شمېر مسؤلینو، علمای. . .

بیرته خبرونو ته