ننګرهار کې ۵۴ اړمنو او بې وزله کورنیو ته مواشي ووېشل شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۱۵
ننګرهار

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت په سپین‌غر ولسوالۍ کې ۵۴ اړمنو او بې‌وزله کورنیو ته د محلي مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې مواشي ووېشل شول.

د یادې مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې له «واک» همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره وویل : د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی، چې د بې‌وزلو، اړمن او شاقه کارو ماشومانو د کورنیو لاسنیوی وکړي او د ژوندانه اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

همداراز یې په خپلو خبرو کې له نورو همکارو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه ترڅو په هېواد کې د اړمنو، بې‌وزله او بې‌سرپرسته کورنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

بیرته خبرونو ته