همکارو مؤسسو سره د همکارۍ اوه هوکړه ليکونه لاسليک شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۱:۲۹
Q

دغه هوکړه ليکونه، نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په داسې حال کې چې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف هم حضور درلود، د واسا، صدا، دارث، ندای زن، ارسلان توانا، د مرستې او چټکې پراختيا او نړيوالو همکاريو مؤسسو استازو سره لاسليک کړل. 
د يادو هوکړه ليکونو له مخې به واسا مؤسسه هرات او فراه ولايتونو کې د (۱۲۷۳۱۰) ډالرو په ارزښت ۱۰۰ تنه ښځو ته د شيرينۍ پخولو دوه مرکزونه او د (۷۳۴۸۷۴) ډالرو په ارزښت به اړمنو ماشومانو لپاره دولس د ملاتړ مرکزونه جوړ کړي. همدارنګه صدا مؤسسه به فارياب او ارزګان ولايتونو کې د (۱۴۳۴۰۳۰۱) ډالرو په ارزښت د اړمنو ماشومانو د ملاتړ په موخه خوراکي بستې وويشي. 
د هوکړه ليک د لاسليکولو پر مهال د دارث مؤسسې سرپرست وويل، چې په پام کې لري؛ څو کابل کې د (۱۰۸۹۰۷) ډالرو په ارزښت د زرګرۍ، انګليسي، بازار موندنې، حسابدارۍ او جواهراتو ډيزان برخه کې ګڼ شمير هيوادوال و روزي. 
د ندای زن مؤسسې استازي بيا وويل، چې د ياد هوکړه ليک له مخې هڅه کوي؛ څو هلمند، نيمروز، زابل او ارزګان ولايتونو کې د ( ۴۴۰۲۲۹۰۲) افغانيو په ارزښت د خياطۍ، ګلدوزۍ او قابلګۍ څلور مرکزونه جوړ کړي. 
د مرستې او چټکې پراختيا مؤسسې سره د هوکړه ليک له مخې به لوګر، کندهار او هرات ولايتونو کې د اړمنو ماشومانو ښې روزنې په موخه څلور ملاتړيز مرکزونه جوړ، هر ماشوم سره به ۱۰۰ ډالري مرسته او روغتيايي بستې هم و ويشل شي. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د نړيوالو همکاريو مؤسسې د هوکړې له مخې به د (۳۶۰۰۰) ډالرو په ارزښت د څلور امارتي او يو خصوصي روزنتون ماشومان تر پوښښ لاندې و نيول شي. 
د ارسلان توانا مؤسسې استازي د هوکړه ليک د لاسليکولو پر مهال  وويل، چې د دې هوکړې له مخې په پام کې لري؛ څو جوزجان کې د سميها سلطان په نامه يو روزنتون جوړ کړي، چې له دې لارې به د ۵۰ اړمنو ماشومانو ملاتړ او ساتنه کوي. 
د هوکړه ليکونو د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د يادو مؤسسو او بنسټونو له مسؤلينو و غوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليکونو او اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ پلي کړي. نوموړي همدارنګه د مؤسسو استازو سره په خبرو کې وويل: ټولې مؤسسې مکلفې دي؛ څو د کارونو د ښه پرمختګ او په ښه توګه اړمنو ته د رسيدو په پار خپل ټول کارونه مرکز او د وزارت ولايتي واحدونو سره په پوره همغږۍ مخته يوسي او وخت په وخت د خپلو کړنو راپورونه هم له مسؤلينو سره شريک کړي. 
د مؤسسو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او همکارانو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ټولې کړنې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو سره په ښه همغږۍ او لارښوونه مخته يوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۷:۴۷
Background image

د کار ملي کانفرانس په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو د معین مولوي محمد زاهد په مشرۍ او په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو ادارو او سازمانونو د مسؤلینو په حضور؛ د کار ملي کانفرانس په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له غړو سره وکتل؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو د خپل کار په دفتر کې، افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له ځینو غړو سره په لیدنه کې د مختلفو مواردو په اړه خبرې او بحثونه وکړل.
ناس. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۴۰
Background image

۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ شول؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلچرخي (امېد کمپ) د فني او حرفوي ز ده‌کړو له مرکزه ۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د څلورو میاشتنیو زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ او د وزارت د رهبرۍ. . .

بیرته خبرونو ته