پنځه سوه بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته و شوه.
پنځه سوه بې وزله او هغو کورنيو سره چې د کرونا ويروس له امله زيانمن شوې وې، د MTN مخابراتي شرکت په مالي مرسته او د کار او ټولنيزو چارو وزارت په همغږۍ ورته برابرې شوې خوراکي بستې د وزارت رهبرۍ او ياد شرکت مسؤلينو خوا وويشل شوې.
د مرستو ويشلو په مراسمو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج، فقر او بيکاري په هېواد کې يوه لويه ستونزه ياده کړه، د ( ام ټي ان) مخابراتي شرکت له مرستو يې مننه و کړه، په نورو سوداګرو او شرکتونو يې هم غږ وکړ؛ څو د بې وزله کورنيو لاسنيوی و کړي.
دې مراسمو کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې مشر عمر منصور انصاري هم خبرې و کړې؛ نوموړي بې وزلو سره مرسته يو ټولنيز مسؤليت ياد کړ او د مرستو په پار يې د ( ام ټي ان) مخابراتي شرکت څخه مننه و کړه.
د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلانې خپلو خبرو کې د ( ام ټي ان) مخابراتي شرکت له مرستې د مننې ترڅنګ وويل: اوس مهال په هيواد کې ۵۴ سلنه خلک د فقر خط لاندې ژوند کوي، ۲۳ ډوله زيانمن ماشومان او ۲۱ ډوله زيانمن شوې کورنۍ لرو، چې جدي اړتيا دی؛ څو د دې قشرونو لاسنيوی او مرسته ورسره و شي.
د مرستو ويشلو پروګرام کې د ( ام ټي ان) مخابراتي شرکت استازي وويل چې ياد شرکت د نړۍ ۲۲ هيوادونو کې فعاليت لري او هر هيواد کې خيريه بنسټونه هم لري، چې وخت په وخت د بې وزلو کورنيو لاسنيوی او نورو مختلفو برخو کې هم خلکو سره مرستې کوي.
نوموړي د کار او ټولنيزو چارو وزارت له همکارۍ او د بې وزله کورنيو په پيژندنه کې د ښې همغږۍ په پار د وزارت مسولينو څخه مننه وکړه، زياته يې کړه، چې د ( ام ټي ان) مخابراتي شرکت ژمن دی چې راتلونکي کې به هم د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره په همغږۍ د بې وزلو لاسنيوی و کړي.