په تورخم او سپینبولدک په ولسوالیو کې د راستنیدونکو هیوادوالو د ثبت وروستی حال
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونه وتوانیدل چې په تیرو دوو (پنجشنبې او جمعې) په ورځو کې؛ د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي او د کندهار ولایت په سپینبولدک کې ټولټال ۴۳۵ تنه بېرته راستنېدونکي هیودوال په سیستم کې ثبت کړي، او د ترانسپورت د تنظیم او روغتیايي خدماتو ته د هغوی په لاسرسی کې اسانتیاوې برابرې کړې او همداشان په بیلابیلو برخو کې راستنیدونکو ماشومانو ته د عامه پوهاوي برنامې په لاره واچوې.