په تیرو دوو میاشتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لږ تر لږه ۲۹۰۰۰ بیرته راستنیدونکي هیوادوال ثبت کړي دي

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۸:۴۲


د افغانستان د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټي سره په هم‌غږۍ، او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د دې وزارت کاري ټیمونو  په تورخم ښارګوټي، سپین‌بولدک ولسوالۍ او انګور هډه کې ټولټال ۲۸۹۸۶ تنه؛ له پاکستان هیواد څخه بېرته راستنېدونکې هېوادوالو د تعلیم، تحصیل، تجربې او مسلکي وړتیاوو کچې د تثبیت په موخه په خپل سیستم کې ثبت کړي دي.
په همدې بهیر کې یوازې په تیرو دوو ورځو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کاري ټیمونه وتوانېدل چې ۵۷۹ تنه، په راتلونکي کې د کارموندنې په بهیر کې د اسانتیا په موخه په تورخم او سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ثبت کړي. 
سربیره پردې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کمیټو؛ د بېرته راستېدونکو کډوالو په لسګونو ماشومانو ته یې  د رواني سلامتیا، چاودیدونکو توکو د اضرارو، حفظ‌الصحې او نور برخو کې د عامه پوهاوي پروګرام  په لاره واچول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۰:۵۷
Background image

د کار چارو معین په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له رئیسې سره ولیدل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي؛ په هېواد کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له رئیسې آغلې سي‌آو ويلي (Hsiao-Wei Lee) سره د سیلاب‌ځپلو هېوادوالو سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۰:۵۱
Background image

د کار چارو معین د برک مؤسسې له مشر سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي په افغانستان کې د برک مؤسسې مشر مدحون اتي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د کار چارو معین مولوي محمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۷:۴۷
Background image

د کار ملي کانفرانس په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو د معین مولوي محمد زاهد په مشرۍ او په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو ادارو او سازمانونو د مسؤلینو په حضور؛ د کار ملي کانفرانس په. . .

بیرته خبرونو ته