په پکتیکا، بلخ او تخار کې له ۱۱۲۲ تنو بېوزلو، زیانمنو او یتیمو ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۱۲
n

د پکتیکا، بلخ او تخار ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ د یاد ولایاتو په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۲۲ تنو زیانمنو، بېوزلو او یتیمو ماشومانو سره، د ژمنيو توکو مرسته وشوه.
 په یادو ماشومانو کې ۵۰۲ تنه د پکتیکا، ۴۷۳ تنه د بلخ او ۱۴۷تنه د تخار اوسېدونکي وو او د بېلابېلو ټولنیزو او اقلیمي شرایطو او اړتیاوو پراساس یې مرستې ترلاسه کړې.
 په یادو مرستو کې کمپلې، جمپر، خولۍ، جاکټ، دستکش، جرابې، بوټان او نور توکي شامل وو.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو له همکارو مؤسساتو څخه د مننې سربیره، له نورو مرستندویه بنسټونو او مؤسساتو څخه هم د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه. 
د یادونې وړ ده، چې یاد توکي د سرف‌- افغانستان او بشري خیریه مؤسسو په مالي همکارۍ ووېشل شول

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته