په کابل کې د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ۳۵۰ تنه فارغ شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د فني او حرفوي زدهکړو د ذکورو له مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوانانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دغه ځوانان په مختلفو حرفو (برېښنا، موټرجوړونې، ساختماني انجینرۍ، نلدوانۍ ـ فلزکارۍ او خیاطۍ حرفو او د انګليسي ژبې او کمپیوټر مهارتونو) کې له یو کلنو او شپږ میاشتنیو عملي او نظري زدهکړو وروسته فارغ او د ماهرو کاريګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
هغې غوندې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل: ماهر کاریګر هغه قشر ده، چې ټولنه او کار بازار ورته شدیده اړتیا لري؛ او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی؛ د یاد قشر په روزلو کې لازیاتې هڅې وکړي، ځکه له ماهر کاریګر سره له یوه پلوه د کار او تولید کیفیت لوړیږي او له بل لوري په ټولنه کې ورسره د بیکارۍ کچه راټیټیږي.
د یادولو ده، چې په تېرو نهو مياشتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزونو څخه ل ۳۴ زرو څخه زیات هېوادوال فارغ شوي دي.