پکتیا ولایت کې ۸۵ اړمنو کورنیو او بېوزله ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه
د اړمنو کورنیو او بېسرپرسته ماشومانو تر تشخیص او تثبیت وروسته، تېره ورځ د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا ۸۵ مستحقو کورنیو سره نقدي مرسته ترسره شوه.
د دې مرستې مجموعي ارزښت چې نږدې یو اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ وو، پرون یکشنبه د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیس قاري محمد رحیم نصرت او د (اي پي ډي او) همکارې مؤسسې د مسؤلینو له لوري په اړمنو توزیع او هرې کورنۍ او بېسرپرسته ماشوم ته ۱۴زره افغانۍ په نقدي توګه ورکړل شوې.