پکتیا کې له ۳۵۰ تنو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه؛

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۴۶
Q


د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د دې ولایت له  ۱۰۰  تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه.
یاده مرسته، چې هر یتیم ماشوم ته ۸ زره افغانۍ په نقدي توګه په نظر کې نیول شوې وې، د وېش په مراسمو کې یې د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري رحیم‌الله نصرت د ترکیې هېواد د وقفي دارالاېتام له مرستې څخه په مننې سره: له نورو مؤسساتو هم غوښتنه درلوده، چې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره د مرستې په برخه کې دې همکاري وکړي. 
د یو بل خبر له مخې د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او (APDO) مؤسسې په مالي ملاتړ؛ د سرې میاشتې د کلوپ پروګرام له ۲۵۰ زده کوونکو سره هم د دوه قلمه قرطاسیي توکو مرسته ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۴۰
Background image

۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ شول؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلچرخي (امېد کمپ) د فني او حرفوي ز ده‌کړو له مرکزه ۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د څلورو میاشتنیو زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ او د وزارت د رهبرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې سلګونه امارتي او غیر امارتي کارمندانو ته د ظرفیتونو لوړولو زمینه برابره شوه؛


د کار او ټولینزو چارو وزارت انسټیټیوټ مسوولین وایي، چې سلګونه امارتي او غیرامارتي کارمندانو ته یې د ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړې ده. 
دا انسټیټیوټ د نویو استخدام شوو امارتي او غیر. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیا کې له ۳۵۰ تنو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه؛


د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د دې ولایت له  ۱۰۰  تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه.
یاده مرسته. . .

بیرته خبرونو ته